په ډيره اسماعيل خان کښي دامنيتي ځواکونو په عملياتو کښي اته ترهګر وژل شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
په ډيره اسماعيل خان کښي دامنيتي ځواکونو په عملياتو کښي اته ترهګر وژل شوي دي .
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، امنیتي ځواکونو په ډېره اسماعیل خان کې د ترهګرو د شتون په اړه د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۸ ترهګر وژل شوي دي.
د آئي ايس پي آر ترمخه وژل شوي ترهګر په يو شمير کاروائي کښي ککړ وو او د دوي قبضي نه وسله، بارود او بارودي مواد ترلاسه شوي دي۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي دوي د ملک نه د ترهه ګرئ لعنت ختمولو لپاره پرعزم دي۔