د اطلاعاتو وفاقي وزير عطار تارڑ وئيلي دي چې سعودي عرب ته د سفر په مهال نوازشريف په پلاوي کښې نه دې شامل

0
98

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزير عطار تارڑ وئيلي دي چې سعودي عرب ته د سفر په مهال د وزيراعظم په پلاوي کښې د هغه کورنۍ هم شامله ده ولي نوازشريف پکښې نه دې شامل۔

په اسلام اباد کې دخبرو په مهال عطا تارړ وويل چې زمونږ دحکومت په راتلو سره دسوداګرو باور بحال شوى، هيواد مو له افلاس څخه بچ کړى دى، په نړيوالو ميډيا کې دپاکستان داقتصاد په اړه مثبت خبرونه خپريږي خو ځينې عناصر د پاکستان پرمختګ ته وده نه ورکوي او نه یې لیدلی شي.
وفاقي وزير ووئيل چې بلوم برګ په پاكستان كښې د انفلاسیون او انفلاسیون د كمېدو وړاندوينه كړې٬ په ځايي سرمايه كارو كښې هم مثبت پرمختګ ليدل كېږي۔

عطار تارڑ وویل چې وزیراعظم شهباز شریف د بشام له پېښې وروسته د چینايي انجینرانو مورال لوړولو لپاره پخپله داسو ته تللی، د چینایانو امنیت ته جدي پاملرنه کېږي، موږ به هیچاته اجازه ورنه کړو چې سوله خرابه کړي، موږ په سیمه کې سوله غواړو. هیله باید کمزوری ونه ګڼل شي.
هغه زياته کړه چې وزيراعظم به په تجارتي الوتکه کې سعودي عرب ته ځي او لګښت به يې د خپل جيب نه ورکوي.د سعودي عرب د سفر په مهال به د عمرې د ادا کولو ترڅنګ مهمې ملاقاتونه هم کېږي، خو د وزيراعظم پلاوي د د نواز شریف په ګډون د هغه کورنۍ شامله ده.

داطلاعاتو وزير وويل خارجه دفتر دهند ددفاع دوزير هغه بيان رد کړى دى چې پکې وئيل شوي دي چې دسيمې مخالف قوتونه دسي پيک دتباه کولو هڅې کوي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې عطا تارړ وويل چې دپي ټي ائي باني په جيل کې ډيره آرامي لري په داسې حال کې چې دبشري صيب د زهر خوړلو ټول خبرونه رد کړل شوي دي ، دبشري بي بي ډاکټر پخپله وئيلي دي چې دهغه صحت ښه دى.

Leave a reply