په مکه مکرمه کې یو ګړندی موټر د چلوونکي له کنټروله وتلی او له جوماته بهر روژماتۍ کوونکو ناستو خلکو باندې ختلی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۲۱ تنه ټپیان شوي دي

0
137

باغي ټي وي رپورټ
په مکه مکرمه کې یو ګړندی موټر د چلوونکي له کنټروله وتلی او له جوماته بهر روژماتۍ کوونکو ناستو خلکو باندې ختلی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.

د عربي رسنیو د راپور له مخې، پېښه د مازیګر له اذان لږ مخکې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې روژه لرونکي له جوماته بهر د روژه ماتي لپاره ناست وو.

دخبرځاى دڅرگندونوله مخې : دپيښې په باب دپيښې په باب سمدلاسه دملکي دفاع او د سرې مياشتې د ژغورنې رضاکاران د پيښې ځاى ته رسيدلي او ټپيانو ته يې سمدلاسه طبي مرستې رسولې او د پيښې سخت ټپيان د امبولانسونو په واسطه روغتون ته ليږدول شوي دي .

Leave a reply