ډي آئي خان کښي د سکيورټي فورسز په قافله خودکش حمله کښي د پاکستان فوځ دوه اهلکار شهيدان شوي دي

0
117

باغی ټي وي رپورټ
ډي آئي خان کښي د سکيورټي فورسز په قافله خودکش حمله کښي د پاکستان فوځ دوه اهلکار شهيدان شوي دي۔

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR ویلي، ځانمرګي بریدګر خپل ګاډی د امنیتي ځواکونو پر کاروان وجنګاوه، چې په پایله کې یې دوه سرتېري ووژل شول.

د آئي ايس پي آر ترمخه ډي آئي خان خودکش حمله کښي نائب صوبدار ياسر شکيل او سپاهئ طاهر نويد شهيدان شوي دي۔
د عامه اړیکو ریاست وايي، امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو لپاره ژمن دي، زموږ د زړورو سرتېرو دا ډول قربانۍ زموږ هوډ پیاوړی کوي، د دغه بزدلانه برید عاملین به د قانون منګولو ته وسپاري.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې ترهګرو دامنيتي ځواکونو په چيک پوسټ بريد کړى ؤ چې پکې دپاکستاني پوځ ددوؤ افسرانو په ګډون ٨ عسکر وژل شوي وؤ.

د دې نه علاوه ترهګرو د ګوادر پورټ اتھارټي کالونۍ کښې هم د حملې کوشش کړے وو چې سکيورټي فورسز ناکامه کړے وو او د ترهه ګرو سره د مقابلې په مهال 8 ترهګر وژل شوي او دوه د پاکستان فوځ ځوانان شهيدان شوي وو۔

Leave a reply