سعودي عربستان د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) سره د ۴۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

0
129

باغی ټي وي رپورټ
سعودي عربستان د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) سره د ۴۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د بهرنيو ميډيا له مخې د سعودي امدادي تنظيم د بادشاه سلمان بشري او امدادي مركز اعلان كړې چې په غزه كښې به د 250,000 نه زياتو كسانو لپاره د خوراکي موادو او 20,000 كورنيو لپاره خېمې وركړي۔

د رسنیو د راپورونو له مخې د سعودي عربستان له خوا دا اعلان وروسته له هغه شوی، چې د ملګرو ملتونو ادارې ته د بودیجې له کموالي وروسته یو شمېر لویدیځو هېوادونو د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې مرستې بندې کړې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، یو شمېر نړیوالو مرستندویه ډلو یو لیک لاسلیک کړی چې له اروپايي هېوادونو یې غوښتي چې د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کارموندنې ادارې ته مرستې بېرته ورکړي.

د اسراییلو په بریدونو کې سل تنه نور فلسطینیان شهیدان شول
له بلې خوا په تيرو ٢٤ ساعتو کې په غزې تړانګې د اسرائيلو په بريدونو کې له سلو زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي.

پر دې سربیره د اسرائیلو پوځ د الشفا روغتون د نیولو خبرداری ورکړی دی.د الجزیرې د راپور له مخې، د اسرائیلو پوځ په الشفا کې مېشتو بې ځایه شویو ته خبرداری ورکړی، چې سمدستي د الشفا طبي کمپلیکس خالي کړي، که نه بمباري به وشي.

په همدې حال کې اسرائیلي پوځیانو د غزې په مرکزي برخه کې د ناصرات په کمپ کې پر یوه کور برید کړی چې په پایله کې یې ۹ تنه فلسطینیان شهیدان شوي او په شمالي ساحلي تړانګه کې د استوګنې یوه ودانۍ هم په نښه شوې ده.

Leave a reply