پاکستان د افغان ولس او د افغان پوځ پر ضد د مارچ د ۱۸ مې عملیات نه دي کړي: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، پاکستان د افغان ولس او د افغان پوځ پر ضد د مارچ د ۱۸ مې عملیات نه دي کړي.

په اسلام اباد کې په اوونيزه بريفنګ کې د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ وويل چې پاکستان د مارچ په اتلسمه نيټه د استخباراتي معلوماتو په اساس په افغانستان کې د ترهگرو په پټنځايونو کارروائي کړې وه، پاکستان دا کار د افغان ولس او پوځ په ضد نه دی کړی او د افغانستان د حاکميت درناوی کوي. .

وياند ووئيل چې د مارچ د 16مې نېټې د ترهګرې حملې وروستو د پاكستان او افغانستان ترمېنځه رابطه شوې وه او په دې لړ كښې افغان چارواكو ته يو احتجاجي خط هم وركړې شوې وو۔
د غزې د حالاتو په اړه د پاکستان وياند وويل، پاکستان په غزه کې پر روغتونونو د بريد په کلکه غندنه کوي، د بې ګناه ماشومانو، بې ګناه خلکو او ملکي وګړو په نښه کول د جنګي جرمونو په کتګورۍ کې راځي.

د مقبوضه کشمير په اړه د خارجه دفتر وياند ووئيل هند د مقبوضه كشمير په 14 سياسي ګوندونو بنديز لګولې كوم چې د غندنې وړ دې۔

Leave a reply