د اسټرالیا کرکټ بورډ د پاکستان او هند ترمنځ د سیریز لپاره ځایونه حتمي کړي دي
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2024/03/pak-india-flags.png)
باغی ټي وي رپورټ
د اسټرالیا کرکټ بورډ د پاکستان او هند ترمنځ د سیریز لپاره ځایونه حتمي کړي دي.
د پاکستان او هند لوبډلې سږ کال اسټرالیا ته سفر کوي، د پاکستان کرکټ لوبډله به په نومبر میاشت کې د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کړي.
دسرچينو ترمخه د پاکستان ترمينځه 6 وائټ بال ميچونه به په 6 ځايونو ترسره کيږي چې پکې ميلبورن، سډني، اډيليډ، کينبرا، برسبين او هوبارټ شامل دي.
د دې تر څنګ هند د اسټرالیا په سفر کې د ۵ ټیسټ لوبو لړۍ هم ترسره کوي، کرکټ اسټرالیا د ټیسټ سیریز لپاره ځایونه حتمي کړي دي.
د ټیسټ ځایونو کې پرت، اډیلیډ، برسبین، میلبورن او سیډني شامل دي او اډیلیډ به د ورځې او شپې پنک ټیسټ وي.
کرکټ اسټرالیا به ډیر ژر د دواړو سیالیو مهالویش اعلان کړي.