په ټول هېواد کې د سرو زرو بيه له پرله پسې دوو ورځو کمښت وروسته لوړه شوې ده
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2024/03/gold.jpg)
باغی ټي وي رپورټ
په ټول هېواد کې د سرو زرو بيه له پرله پسې دوو ورځو کمښت وروسته لوړه شوې ده.
د آل پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن له مخې د سرو زرو په بیه کښې یو توله څلور سوه روپۍ زیاتوالی راغلی دی.
د اتحاديې له مخې د 400 روپو له زياتوالي سره د يو تول سرو زرو بيه 2 لاکه 27 زره 300 روپو ته رسېدلې ده۔
دغه راز د ۱۰ ګرامه سرو زرو بيه د ۳۴۳ روپو په زياتوالي سره ۱ لاکه ۹۴ زره ۸۷۳ روپۍ ته رسېدلې ده.
بل خوا په نړيوالو بازارونو کې د يوانس سرو زرو بيه له ٣ ډالرو څخه ٢١٧٣ ډالرو ته لوړه شوې ده.