د جوډيشل مجسټرېټ عدالت د عمران خان خلاف د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ په 2 مقدمو کې د عمران خان د بري کیدلو درخواست منظور کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د جوډيشل مجسټرېټ عدالت د عمران خان خلاف د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ په 2 مقدمو کې د عمران خان د بري کیدلو درخواست منظور کړې دې.
د اسلام اباد جوډيشل مجسټرېټ شائسته کنډي د لانګ مارچ په مهال د ورانکارۍ په دوه مقدمو کې د عمران خان د بري د درخواستونو اورېدنه وکړه چې پکې د عمران خان وکيل نعیم پنجوته، سردار مسروف او آمنه علي عدالت ته وړاندې شول.
د اوريدنې په مهال عدالت د پي ټي آئي د باني عدالت ته وړاندې کولو درخواست رد کړ او ويې ويل چې که عمران خان عدالت ته راوستلو په مهال څه پېښېږي نو ذمه واري به څوک وي؟ په دې اړه وکيل نعیم پنجوته وويل چې د پي ټي ائي باني له دې وړاندې هم پخپله عدالتونو کې حاضر شوى دى، مونږ د هغه په موجوديت کې دلائل غواړو.
په دې اړه، مجسټریټ وویل چې په ضمانت کې شتون به اړین و، نه د درخواست په وړاندې کولو کې. ورسته د عمران خان د وکيلانو دلائل مکمليدو نه پس عدالت د هغوي د بري درخواستونو په اړه خپله فيصله محفوظ کړے وه کومه چي څه موده پس د بري درخواستونه منظور کړے شو۔
ياده دي وي چي د پي ټي آئي باني خلاف لوهي بهر او سهاله پوليس سټيشنو کښي مقدمي درج شوي دي۔





