د اسلام آباد احتساب عدالت په فلیګ شپ، ایون فیلډ او العزیزیه ریفرنسونو کښې د حسن او حسین نواز د بریت په درخواستونو فیصله محفوظ کړې د

0
72

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام آباد احتساب عدالت په فلیګ شپ، ایون فیلډ او العزیزیه ریفرنسونو کښې د حسن او حسین نواز د بریت په درخواستونو فیصله محفوظ کړې ده کومه به چې ماسپښین دوه بجې اورولې شي.

د اسلام آباد احتساب عدالت د فلیګ شپ، ایون فیلډ او العزیزیه ریفرنسونو کښې د پخواني وزیراعظم نواز شریف د زامنو حسن نواز او حسین نواز د بریت د درخواستونو اورېدنه وکړه چې پکښې مدافع وکیل قاضي مصباح او د نیب وکیلانو خپل دلائل وړاندې کړل.

د اوريدنې په مهال د نيب ډپټي پراسيکيوټر اظهر مقبول دليل ورکړو چې په دې کېس کې د سپريم کورټ په فيصله کې خنډ نشته، عدالت د دې مقدمې فيصله کولی شي، د حسن او حسين نواز په مقدمو کې اصلي ملزمان بري شوي دي او مونږ نه يو. مريم نواز د بري په ضد اپيل دائر کړے دے۔

وکيل صفوي په خپلو دلائلو کې وويل چې د حسن او حسين نواز په ضد د مقدمې چلول به د عدالت د وخت ضايع وي.

ورسته د نيب وکيلانو او وکيل صافي دلائل مکمليدو نه پس عدالت د بري په درخواست خپله فيصله محفوظ کړے ده کومه به چي څه وخت وروسته اورولي شي۔

Leave a reply