ایټا سکالرشپ دې بحال کړل شي چې مستحق زده کوونکي د علم له شمعې بې برخې پاتې نشي، میر افضل خان طوري
باغی ټي وی رپورټ
ایټا سکالرشپ دې بحال کړل شي چې مستحق زده کوونکي د علم له شمعې بې برخې پاتې نشي، میر افضل خان طوري
يو بيان کښې مير افضل خان طوري د خيبرپښتونخوا ايټا چارواکو نه غوښتنه کړي ده چي د اووم نه تر دولسم جماعت پوري مفت تعليم ترلاسه کولو سکالر شپ بحال کړي۔ ده وويل چې د دې ازموينې له لارې به په زرګونو زده کوونکو ته دا موقع په لاس ورشي چې له خپلې ذهني وړتيا څخه کار واخلي او د ايټا په ازموينه کې برخه واخلي او تر ۱۲ دولس جماعت ه پورې وړيا زده کړې ترلاسه کړي.
دا ازموینه د روښانه اکاډمیک امکاناتو لپاره یوه دروازه ده او د ډیرو ځوانانو لپاره د ژوند لازمي کرښه ګرځیدلې. خو د ادارې له لوري ځنډ دغه زده کوونکي له بې باورۍ او اندېښنې سره مخ کړي دي.
په ۲۰۰۷ کال کې له پیل راهیسې دغه ټسټ په کال کې د ۲۵۳ زده کوونکو د په روزلو کې مهم رول لوبوي او په سلګونو زده کوونکي له دلې ټسټ له لارې تر ۱۲ م زده کړې کړي دي.
په دودیز ډول، دا پروسه د دسمبر په میاشت کې د خیبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعلیم د ریاست لخوا د سکالرشپ ازموینې په اعلان سره پیل کیږي، وروسته د جنورۍ په میاشت کې د تعلیمي ازموینې اداره (ETEA) له زده کوونکو امتحان اخلي .
د وروستیو عامو ټاکنو له امله سږکال دا ټسټ ګډوډ شوی، چې په پایله کې یې ځنډونه شوي چې زده کونکي یې مایوسه کړي دي.
د قبايلي زده کوونکو او مشرانو غوښتنه ده چې د وړيا زده کړو د ترلاسه کولو لپاره دې دغه ازموينه زر تر زره بېرته پيل شي، څو زرګونه مستحق قبايلي زده کوونکي هم د دې ازموينې له لارې وړیا زده کړې وکړي او د قام او هیواد په پرمختګ کښې رول ولوبوي.
…………………….