د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د دفاع وزیر په توګه یې داسې دوسیې لاسلیک کړې چې په کې افغان اتباع له فوځ ایستل شوي چې یو یې کپتان او بل یې لیفټیننټ وو

باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د دفاع وزیر په توګه یې داسې دوسیې لاسلیک کړې چې په کې افغان اتباع له فوځ ایستل شوي چې یو یې کپتان او بل یې لیفټیننټ وو.
په خپل يو بيان كښې خواجه اصف ووئيل چې ترهه ګر دا مهال په افغان خاوره كښې مېشت دي د هغو درې نه تر څلورو زرو نه علاوه كوم چې د پي ټي آئي باني راوړي وو په دې اړه قامي اسمبلۍ ته بريفنګ هم وركړې شوے دے۔ نور نه دی راغلی.
هغه وویل، دوی نه غواړي چې له افغانستان سره کوم نوي اصول وضع شي، د تېرو ۳۰، ۴۰ کلونو تېروتنې باید پاکې شي.
خواجه اصف وویل چې د دفاع د وزیر په توګه یې دوه یا درې دوسیې لاسلیک کړې چې له مخې یې افغان اتباع له پوځ څخه ایستل شوي چې یو تورن او یو لیفټیننټ شامل دي.
هغه زياته کړه چې د ټي ټي پي راوستو په اړه< د نوازشريف ګوښه کولو او د اقتصادي تباهي پوښتنه دې وشي، جنرال (ر) باجوه، فيض او د پي ټي ايي بنسټګر دې پارلمان ته ځواب ووايي.
د دفاع وزیر وویل، موږ څو څو ځله کور ته ورغلي، د کور او زندان د لار ی راته پته ده، هغوی څوک دي چې د هېواد برخلیک ټاکي.