اسرائیلي پوځیانو په غزه کې د کډوالو پر یوه کمپ برید کړی چې په پایله کې یې ګڼ شمېر فلسطینیان شهیدان شوي دي

0
87

باغی ټي وي رپورټ
اسرائیلي پوځیانو په غزه کې د کډوالو پر یوه کمپ برید کړی چې په پایله کې یې ګڼ شمېر فلسطینیان شهیدان شوي دي.

دبهرنيو ميډيا له مخې اسرائيلي پوځ درمضان په مياشت کې هم په غزه بريدونو ته دوام ورکوي چرته چې د خالي په ورځ اسرائيلي پوځ د نصيرات کډوالو کيمپ په نخښه کړى دى.

د غزې د دولتي رسنیو دفتر تایید کړې، چې د اسرایلي پوځیانو په برید کې د نصرت په کمپ ۳۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي، د اسراییلو پوځ د جمعې او شنبې په شپه دغه کمپ په نښه کړ.
د دې تر څنګ د اسراييلو لومړي وزير نتنياهو په رفح کې د ځمکنيو عملياتو پلان هم منظور کړی، چې له مخې به يې اسراييلي پوځ له رفح ښار څخه ولسي وګړي وباسي.

د راپورونو له مخې اسراييلي پوځ د نابلس ښار په دوو کليو چاپه وهلې چې په ترڅ کې يې دوه فلسطينيان نيول شوي دي.

بلخوا اسرائيلي پوځ دعوه کړې ده چې په تيرو ٢٤ؤ ساعتو کې يې دحماس ٢٤ جنگيالي وژلي دي اؤ د نصرت په کيمپ په بريد کې ١٥ جنگيالي وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ وايي، د خان یونس ښار په جنوبي برخه کې یې د حماس د وسلو یوه ډیپو په هوايي برید کې ویجاړه کړې، چې په ترڅ کې یې د حماس دوه وسله وال وژل شوي دي.

د حماس د رسمي رسنيز دفتر د معلوماتو له مخې، د اسراييلو په وروستيو بريدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

Leave a reply