پخواني وفاقي وزير فيصل واوډا دعوه کړې ده چې علي امين ګنډاپور به دخيبرپښتونخوا وزيراعلي په توګه خپله دوره پوره نۀ کړي

0
73

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وفاقي وزير فيصل واوډا دعوه کړې ده چې علي امين ګنډاپور به دخيبرپښتونخوا وزيراعلي په توګه خپله دوره پوره نۀ کړي او د روژې وروستو به ورته ستونزې مخې له راشي.

کراچۍ کښې ميډيا سره خبرو کښې فيصل واوډا اووئيل چې زه ايم اين اے، وفاقي وزير او سينيټر پاتې شوي يم، د سينيټر شپ لپاره مې کاغذونه جمع کړي دي، شکست د الله په لاس کښې دے.

د خيبر پښتونخوا د وزيراعلي علي امين ګنډاپور په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې پخواني وفاقي وزير وويل چې علي امين ګنډاپور به خپله موده پوره نه کړي نو د روژې نه پس به ورته ستونزې پېل شي.

ده ووئيل چې د نهمې مې نېټې پېښو په اړه په آئيني ترميم يا آرمي ايكټ كښې چې كوم څه ته اړتيا ده هغه به موجود وي او دا به هم وي چې د نهمې مې نېټې په پېښو كښې لاس لرونكي چا ته به رعایت نه وركوي۔

د پي ټي ائي د باني په اړه د پوښتنې په ځواب کې فيصل واوډا وويل په اوسنيو حالاتو کې دا غوره ده که چرې باني پي ټي ائي په مونځ حکومت جوړ کړي، ما د پي ټي ائي باني ته وضاحت ورکړ خو هغه نه پوهيدل، هغه اوس هم نه پوهيږي که هغوي زما خبره درک کړې وي نو دا نن به حالات داسې نه و، زه بیا هم دوی ته مشوره ورکوم چې د ملا جټ سیاست پریږدي او یوه ډیموکراټیکه لاره ومومي، چې ځان، پاکستان، بنسټونه او ولس له کنډواله وباسي.
د سېنېټ د چيئرمېن په اړه د پوښتنې په ځواب فيصل واوډا وويل تر اوسه پورې د خوښې آس د پيپلز پارټۍ اميدوار دے خو د انورالحق کاکړ صاحب په شان په پاکستان کښې څه ناشونې نه دي څوک چې حلف واخلي. ۱۱ بجې. هغه د ۱۱ بجو نه په یوه دقیقه کې زندان ته هم تللی شي.

فیصل واوډا وویل که دا عام انتخابات وي یا د سېنېټ انتخابات، په پاکستان کې پېر او پلور روان دی، زه نه شم ویلای چې دا ځل به پېر او پلور نه وي.

د اوسني حکومت په اړه د پوښتنې په ځواب کې پخواني وفاقي وزير وويل زه فکر کوم چې دا حکومت به دوه نيم کاله دوام وکړي.

Leave a reply