د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د وزيراعظم په توګه شهباز شريف ته د وزیراعظم دنده پیل کولو لپاره مبارکي ورکړي ده

باغی ټي وي رپورټ
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د وزيراعظم په توګه شهباز شريف ته د وزیراعظم دنده پیل کولو لپاره مبارکي ورکړي ده.
د سعودي ولي عهد شهباز شريف ته د وزيراعظمۍ څوکۍ په غاړه اخستو مبارکي ورکړې ده ولې وزيراعظم شهباز شريف د نيک هيلو او مبارکۍ پيغامونو لېږلو د سعودي ولي عهد مننه کړې او شهزاده محمد بن سلمان ته يې د پاکستان د رسمي دورې بلنه ورکړې ده.
وزيراعظم ووئيل د پاكستان اولس د سعودي شاهي مېلمنو تود هركلې ته سترګې په لار دي٬ سعودي عرب سره په خپلو وروڼو اړيكو وياړي٬ دواړه هېوادونه تل د يو بل تر څنګ ولاړ دي۔
وزیراعظم د حرمین شریفین خادم شاه سلمان بن عبدالعزیز ته د روغتیا او هوساینې لپاره د نیکو هیلو څرګندونه وکړه او د رمضان د مبارکې میاشتې په مناسبت یې د سعودي قیادت او سعودي ولس ته مبارکي هم ورکړه.





