ضلع خیبر کښې پولیسو د څلورو اربو روپو نشه ی توکي نیولي دي

د خيبر ضلعې ٢٦ پوليس اهلکار د نشه يي توکو له کاروباريانو سره د تعلق لرلو په تور له دندو ګوښه کړل شوي دي: راپور
0
778

نصیب شاه شینواري
په خيبرضلع کښي پوليسو تير يو کال کښې د څلور اربه روپو نشه ی مواد نيولي او 500 ملزمان ئي ی هم نیولي دي،د پولیسو په کاروایی کښې 35 د نشه ی توکو جوړولو کارخانې هم سيل کړې شوي دي
۔
ډي پي او ضلع خیبر سليم عباس کلاچي په خيبر ضلع کښې د نشه يي توکو په ضد د پوليسو د يو کلن کارکردګۍ رپورټ جاري کولو په مهال وويل چې پوليس په خيبر ضلع کښې د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره کلک هوډ لري او د تېر يو کال په ترڅ کښې يې د خيبر په لرې پرتو سيمو کې پرله پسې عمليات کړي دي. په پایله کښې د نشه يي توکو ۳۵ کارخانې تړلي دي او له دې کارخوانو څخه ی د نشه يي توکو د جوړولو سامان هم ترلاسه کړې دې.

د کارکردګۍ د راپور له مخې د نشه يي توکو د کارخانو نه علاوه د تورخم پولې په شمول په مختلفو چیک پوسټونو، ناکه بندیو او د نشه ایزو موادو د پټنځایونو په ضد عملیات شوي چې په ترڅ کې یې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۰مې نیټې پورې بېلابېل ډول نشه يي توکي نیول شوي دي. راپور کښې وایی چې دا نیول شوي نشه ی توکي 4 ملیارده روپۍ ارزښت لري.

د راپور له مخې، په تېر يوه کال کې په نيول شويو نشه يي توکو کې 435 کيلو هيرويين، 245 کيلو آیس ، 315 کيلو افیون او څلور زره کيلو ګرامه چرس شامل دي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ٥٠٠ شکمن کسان هم نيول شوي دي.
د راپور له مخې، دا د خېبر ولسوالۍ په تاريخ کې د نشه يي توکو پر وړاندې تر ټولو ستر عمليات دي، چې د نشه يي توکو تر بشپړ له منځه وړلو پورې به دوام ولري.په راپور کښې ویل شوي چې نيول شويو شکمنو کسانو کې يو شمېر د افغانستان وګړي هم شامل دي، ویل کیږي چې نيول شوي افغان ملزمان د نشه يي توکو د نړيوالې مافيايي شبکې برخه ده.

ډي پي او په خپور شوي راپور کښې زياته کړې ده چې د تير يو کال په مهال د خيبر ضلعې ٢٦ پوليس اهلکار د نشه يي توکو له کاروباريانو سره د تعلق لرلو په تور له دندو ګوښه کړي دي ، راپور کښې وایی چې د نیول شوو ملزمانو نه د پلټنو په مهال معلومه شوې ده چې په دې کسانو کښې ٧٠ فيصده کسان چې د نشه يي توکو په قاچاق کښې ی لاس لرل د بېلابېلو ترهګر تنظیمونو سره اړیکې لرلې او دوی لپاره ی کار کولو.

د ضلع خیبر مشرانو، سیاسي او غیر سیاسي تنظیمونو مشرانو د خیبر پولیسو د نشه ی توکو په ضد عملیات په ښو ټکو کښې ستایلي دي ، دوی ویلي دي چې د پولیسو دا هڅې باید دوام ولري ځکه نشه ی توکي ځوانان تباه کوي او ددوی راتلونکې د بیلا بیلو ګواښونو سره مخ کوي.
دا خبره مهمه ده چې په ضلع خیبر کښې یو شمیر ځوانان نشه ی توکي لکه هیروین او آیس کاروی چې له وجهې ی دا ځوانان د ټولنې او د خپلو خاندانونو لپاره یو رنځ جوړ شوې دې ځکه په نشه روږدي دا کسان په ناوړو جرمونو کښې هم ککړي وي.

……

Leave a reply