احتساب عدالت د پخواني وزیراعظم نواز شریف د زامنو حسن او حسین نواز د دایمي وارنټ منسوخ کړی دی.

0
54

باغی ټي وي رپورټ
احتساب عدالت د پخواني وزیراعظم نواز شریف د زامنو حسن او حسین نواز د دایمي وارنټ منسوخ کړی دی.

د اسلام آباد احتساب عدالت په فلیګ شپ، العزیزیه او ایون فیلډ ریفرنسونو کښې د نه حاضریدو له وجې د حسن او حسین نواز د دایمي وارنټ جاري کړي وو.

تيره ورځ احتساب عدالت کښې په دريو ريفرنسونو کښې د حسن نواز او حسين نواز د ګرفتاري وارنټ معطل کولو لپاره درخواستونه جمع کړې شوي وو په کومه کښې چې وئيلي شوي وو چې حسن نواز او حسين نواز په ايون فيلډ ريفرنس کښې اشتهاري دي، دواړه د مارچ په 12مه نيټه حاضر شي۔ پاکستان ته د راتلو پلان دی، دواړه غواړي بېرته پاکستان ته راشي.

حسين نواز وويل سياسي انتقام په کال 1999م کې پيل شوى اؤ پرته له کومې مقدمې جلاوطن کړى شوى دى، هرچا ته دې شفافه مقدمه ورکړل شي، زما په باور عدالتي اصلاحات پکار دي.

ياده دې وي چې د پنجاب د وزيراعلي مريم نواز وروڼه حسين او حسن نواز دوه ورځې وړاندې له لندن څخه لاهور ته رسېدلي وو.

Leave a reply