د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د بیاکتنې پلاوی د خبرو لپاره پاکستان ته را رسېدلی دی

0
63

باغی ټي وي رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د بیاکتنې پلاوی د خبرو لپاره پاکستان ته را رسېدلی دی.

د IMF ماموریت او اقتصادي ټیم ترمنځ خبرې اترې نن پیل کیږي، د موقف ترتیب سره د مارچ تر 18 پورې دوام لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د IMF پلاوي او د اقتصادي ډلې ترمنځ تعارفي غونډه پيل شوې او د IMF پلاوي مشري نتن پورټر کوي.

په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب د اقتصادي ډلې سره موجود دې٬ د دې نه علاوه د سټېټ بانك ګورنر او د خزانې سېكتر هم په غونډه كښې ګډون كوي۔
دسرچينو ترمخه د غونډې وروستو به خبرې اترې په رسمي توگه پيل کيږي، د اوسني قرض پروگرام وروستى قسط اخستلو لپاره به نور شرطونه نۀ لگول کيږي، د اوسني قرض پروگرام لاندې به کومه نوې مني بجټ نۀ راځي.

د یادولو وړ ده چې د مالیې وزارت چارواکي ادعا کوي چې پاکستان د دویمې کتنې هدف په بریالیتوب سره ترلاسه کړی دی.

د چارواکو په وینا، د پاکستان د اقداماتو په پایله کې، تمه کیږي چې د IMF د پروګرام سټینډ بای تړون له مخې به د 1.1 ملیارد ډالرو دریمه برخه خوشې شي.

Leave a reply