په خيبر پښتونخوا کې د پرله پسې بارانونو او د ځمکې ښويېدنې په نتيجه کې تر اوسه پورې ١٧ کسان وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان دي

په قبایلي سیمه ضلع باجوړ کښې د کور یوه کوټه راغورځیدلې او درې ماشومان وژل شوي دي
0
105

باغي ټي وي رپورټ
په خيبر پښتونخوا کې د پرله پسې بارانونو او د ځمکې ښويېدنې په نتيجه کې تر اوسه پورې ١٧ کسان وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان دي.
په قبایلي سیمو کښې هم باران مالي او ځاني زیانونه رسولي دي، د سرچینو مطابق په باجوړ ضلع کښې د یو کور کوټه راپریوتلې ده او درې ماشومای ی وژلي دي.

د پي ډي ايم اے رپورټ ترمخه د بارانونو له وجي 13 کورونه جزوي او 21 کورونه په مکمله توګه تباه شوي دي۔

د پي ډي ايم اے ډائريکټر جنرل محمد قيصر خان وئيلي دي چې په متاثره ضلعو کښې امدادي کاروائي روانه ده او د واورو او زمکې ښوئيدو له وجې بندې شوې لارې خلاصولو لپاره اقدامات روان دي۔

په همدې حال کې په مالم جبه کې د سختو واورو له امله را ایسار شوي ۶ تنه سیلانیان ژغورل شوي، د ولسوالۍ ادارې او ریسکیو ۱۱۲۲ سیلانیان ژغورلي او خوندي ځای ته یې لېږدولي دي.
دا مهال پي ډي ايم اے، ضلعې انتظاميه او ټولې اړوندې ادارې په الرټ دي، پي ډي ايم اے د فرورۍ په 25 مه د ټولو ضلعو ضلعې انتظاميې ته د مخکنۍ اقداماتو لپاره خط جاري کړے وو۔

Leave a reply