ایم کیو ایم ته د سندهـ والي او دوه درې نور وزارتونه ترلاسه کولو امکان دې.

باغی ټي وي رپورټ
ایم کیو ایم ته د سندهـ والي او دوه درې نور وزارتونه ترلاسه کولو امکان دې.
دسرچينو له مخې (ن) ليگ په کابينه کې دوزيرانو شميره کم ساتلو فيصله کړې ده اؤ که چرې په وفاقي کابينه کې دوزيرانو شميره 20 وي نو ايم کيو ايم ته ددوؤ وزارتونو ورکولو امکان دى.
سرچينې وائي چې ايم کيو ايم ته کيداى شي دمرستو وزارت ترلاسه کړي خو د انفارميشن ټيکنالوجۍ وزارت ترلاسه کولو هيڅ امکان نشته، په داسې حال کې چې د سندهـ گورنرۍ لپاره د نوم په اړه په ايم کيو ايم کې دوه نظرونه دي.
دسرچينو له مخې ايم کيو ايم يوه ډله غواړي چې کامران ټيسوري دگورنر په توگه وگوري او بله ډله خوشبخت شجاعت دگورنر په توگه ټاکي.