په سړک د اوبو جمع کیدو له وجې په زرگونو خلک له مشکلاتو سره مخ دي،اړوند چارواکي دې د سرک خرابوونکو کسانو په ضد قانوني کاروایی وکړي

0
121

نصیب شاه شینواری
په سړک د اوبو جمع کیدو له وجې په زرگونو خلک له مشکلاتو سره مخ دي،اړوند چارواکي دې د سرک خرابوونکو کسانو په ضد قانوني کاروایی وکړي .

    د خېبر ضلعې تحصیل لنډي کوتل کښې په حکومتي سړک باندې د اوبو جمع کیدو له وجې په زرگونو مقامي خلق او مریضان د سختو ستونزو سره مخ دي. سرچینې تصدیق کوی چې د کورونو د اوبو له وجهې سرک خراب شوې چې له وجهې ی په دې سرک تیریدونکي ډیر مشکل سره مخ کیږي.
    د مقامي سرچینو ترمخه د لنډي کوتل ملاګوري سيمه کښې د دو کلیو ترمينځه د کور د اوبو په سر شخړه د زرګونو مقامي خلقو لپاره د غذاب لامل جوړ شوې.
    په دي اړه د تحصيل لنډي کوتل چيئرمېن شاه خالد اوویل چې په دې اړه د دواړو کلیو مشرانو سره يوه جرګه هم شوې ده خو د فنډ نشتوالي له وجې د سړک غاړې نالې جوړول د ځنډ ښکار ده.

    ځايي خلکو له C&W، نورو اړوندو ادارو او چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې زر تر زره دې په سړک غاړه نالې جوړې کړي، ترڅو په سړک کې اوبه جمع نه شي او ځايي خلک په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ نه شي.
    د سیمي خلکو د C&W په چارواکو نیوکه هم کړې او ویلي یې دي چې هیڅوک د سرکاري سړک د خرابولو حق نه لري او غوښتنه یې وکړه چې د عامو لارو د خرابوونکو کسانو په ضد دې سخت قانوني چلند وشي.

Leave a reply