د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په غزه کې د مرستو په تمه پر فلسطینیانو د اسراییلو د برید په پایله کې د څه باندې سلو فلسطینیانو د وژل کېدو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده

0
101

باغی ټي وي رپورټ
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په غزه کې د مرستو په تمه پر فلسطینیانو د اسراییلو د برید په پایله کې د څه باندې سلو فلسطینیانو د وژل کېدو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا د اروپا د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بوریل د بې ګناه فلسطینیانو قتل عام د نه منلو وړ بللی دی.

فرانسې او هسپانیې هم د مرستو په انتظار کې د فلسطینیانو وژنه په کلکه غندلې او د فرانسې ولسمشر مکرون ویلي چې دا برید توجیه کېدای شي.
په همدې حال کې د اسرائیلو د برید په غبرګون کې حماس له اسرائیلو سره د هر ډول خبرو اترو د درولو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې خبرې اترې د بې ګناه او بې وزله فلسطیني ولس له وینو تویولو څخه زیاتې مهمې نه دي.

د يادونې وړ ده چې پرون د غزې په جنوب لويديځه سيمه كې د اسراييلي پوځ په هغو فلسطينيانو چې مرستې ته په انتظار وو د چورلكو په ګوزارونو بريد وكړ چې په نتيجه كې يې ۱۰۴ فلسطينيان شهيدان او ۷۶۰ تنه فلسطينيان ټپيان شول.

Leave a reply