د پاکستان اليکشن کميشن د صدارتي انتخاباتو شيډيول جاري کړے دے

0
134

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان اليکشن کميشن د صدارتي انتخاباتو شيډيول جاري کړے دے۔

د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي شيډيول مطابق په ملک کښې به صدارتي انتخابات د مارچ په 9مه نيټه کيږي او د نامزدګۍ کاغذونه به د مارچ په 2مه نيټه د غرمې تر 12 بجو وړاندې جمع کولې شي۔

د انتخابي شیډول له مخې د نامزدګۍ کاغذونه به د ریټرننګ افسر لخوا په 4 مارچ د سهار په 10 بجو چیک کیږي، د نامزدګۍ کاغذونه به په 5 مارچ د ماسپښین په 12 بجو بیرته اخیستل کیدی شي.

د ټاکنو کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ د کانديدانو نوملړ به د مارچ په پنځمه د ماسپښين په يوه بجه په ډاګه شي او د ولسمشرۍ ټاکنې به د مارچ په نهمه ترسره شي.
د شيډول له مخې د صدارتي ټاكنو لپاره پولنګ به په پارليمنټ هاؤس او څلور صوبائي اسمبلۍ كښې كېږي۔د آئين له مخې د صدارتي ټاكنو لپاره ريټرننګ افسر چيف الېكشن كمشنر وي۔

Leave a reply