د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د پي ټي ائي د بنسټګر عمران خان له خوا د پيسو نړيوال صندوق (آي اېم اېف) ته د ليک استول د هېواد پر ضد دښمني بللې ده

0
77

باغي ټي وي ربورټ
د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د پي ټي ائي د بنسټګر عمران خان له خوا د پيسو نړيوال صندوق (آي اېم اېف) ته د ليک استول د هېواد پر ضد دښمني بللې ده.

پارليمنټ هاؤس کې د خبرو په مهال نوازشريف وويل هغه داسې خط ليکلى شي، دا د هغه وظيفه ده، بل هيڅ سياسي گوند داسې ليک نۀ شي ليکلى.

د دې نه علاوه د مسلم ليګ ن صدر او نامزد وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پي ټي آئي باني آئي ايم ايف ته ليکلي دي چې د پاکستان سره دې هيڅ نوے پروګرام نه کوي بلکه تباه دې شي۔
ياده دي وي چي پي ټي آئي آئي ايم ايف ته يو خط ليکلي وو چي پکښي غوښتنه شوي وه چي آئي ايم ايف دي په دوه هفتو کښي د قامي او صوبائي اسمبليو د 30 فيصده سيټونو آډټ يقيني کړي او د صوبايي اسمبليو د 30 فيصده سيټونو د آډټ ورکولو نه وړاندي دي د ښه حکومت په اړه شرطونه ايښودلي شي۔ مخکې له دې چې د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته مالي اسانتیاوې ورکړي، باید ځای پر ځای شي او نور شرایط باید په پام کې ونیول شي.

Leave a reply