سایفر څخه پس د عمران خان ایی ایم ته لیک د قام دښمنۍ یو بل ثبوت دې: شهباز شریف

0
177

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ نون صدر او د وزيراعظمۍ لپاره کانديد شهباز شريف د پي ټي آئي باني عمران خان د پيسو نړيوال فنډ (آئي ايم ايف) ته لیک لیږل د سایفر څخه پس د قام دښمنۍ يو بل عمل ګرځولې دې.

تيره ورځ پي ټي آئي آئي ايم ايف ته يو خط ليکلي وو او غوښتنه ئي کړي وه چي آئي ايم ايف دي په 2 هفتو کښي دننه د قومي او صوبائي اسمبليو د 30 فيصده سيټونو آډټ يقيني کړي، د آئي ايم ايف لخوا پاکستان ته مالي امداد ورکولو نه وړاندي د ښه حکومتدارۍ او نورو حالاتو په اړه معلومات ورکړي شي او مخکې له دې چې د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته مالي اسانتیاوې ورکړي، څه شرطونو ی هم کیښودل.

په دې لړ کې شهباز شريف په خپل بيان کې ويلي چې د پي ټي ايي بنسټ ايښودونکي ايي اېم اېف ته ليکلي چې له پاکستان سره دې کوم نوی پروګرام ونه کړي.

شهبازشريف وويل دپي ټي ائي ليک له سيفره وروستو دقومي سلامتۍ يو بل ثبوت دى، چاته په دې کې هيڅ شک ​​نۀ وي چې هغوي غواړي پاکستان په مکمله توگه تباه کړي.ده زياته کړه چې زه فکر کوم چې د پي ټي ائي د بنسټ ايښودونکي خط IMF ته يو ډېر افسوسناک اقدام دى، د پي ټي ائي د باني د دغه اقدام چې څومره غندنه وشي کمه ده.

د مسلم ليګ (ن) صدر اوویل چې هيڅ يو پاکستانی د سياسي اختلافاتو په نظر کښې نيولو سره د ملک لپاره بد دعا نه کوي.

Leave a reply