اقتصاد پوهانو د پاکستان تحریک انصاف لخوا IMF ته د لیکل شوي لیک په اړه غبرګون ښودلی دی

0
143

باغی ټي وي رپورټ
اقتصاد پوهانو د پاکستان تحریک انصاف لخوا IMF ته د لیکل شوي لیک په اړه غبرګون ښودلی دی.

د خزانې پخواني وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې آئي ايم ايف ته خط ليکل به په معاهدې اثر نه کوي، آئي ايم ايف اقتصادي اصلاحاتو ته ګوري نه داخلي سياست، پي ټي آئي څو وارې وړاندې هم آئي ايم ايف ته خط ليکلي وو خو نتيجه ئي صفر وه.

بل لوري ته د اقتصادي چارو کارپوه محمد ياسين وئيلي دي چې پي ټي آئي ائي ايم ايف ته خط ليکلو سره د منفي سياست ثبوتونه ورکړي دي، آئي ايم ايف ته خط ليکلو سره به هيڅ فرق نۀ وي.
د لاهور چيمبر نائب صدر عدنان بټ وئيلي دي چې آئي ايم ايف د حکومت او رياست سره معاهدې کوي، آئي ايم ايف هم د جنرل ضياء او جنرل مشرف سره معاهدې کړي دي نو آئي ايم ايف ته د خط ليکلو بې ګټې ده، ټي آئي ايم په پارليمنټ کښې خپل غږ پورته کړي .

د اقتصادي چارو کارپوه منور صابر وايي چې د IMF له فارم 45 یا 47 سره څه تعلق دی، امریکا د IMF په بورډ کې برخه اخیستونکې ده، چې د پي ټي ايي بنسټګر یې تور پورې کړی، نوی حکومت به له IMF سره یوه بریالۍ معامله وکړي.

Leave a reply