جمعیت علماء اسلام به د سپیکر، وزیراعظم او صدر په انتخاب کې برخه نه اخلي او مونږ به په اپوزیسیون کښې کیښنو: مولانا فضل الرحمان

0
85

باغی ټي وي رپورټ
مولانا فضل الرحمان وايي جمعیت علماء اسلام به د سپیکر، وزیراعظم او صدر په انتخاب کې برخه نه اخلي او مونږ به په اپوزیسیون کښې کیښنو.

اسلام اباد کې ميډيا سره دمرکې په مهال مولانا فضل الرحمان څخه پوښتنه وشوه چې آيا صدر، وزيراعظم اؤ سپيکر ته به رايه ورکوي؟

مولانا فضل الرحمان وويل مونږ به د ووټ حق نۀ استعمالوو، اپوزيشن کې به کښېنو، جے يو آئي به د وزيراعظم، سپيکر او ډپټي سپيکر په انتخاباتو کښې برخه وانخلي.

د احتجاجي تحريک د پرمخ وړلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې مولانا فضل الرحمان وويل انتظار وکړئ انشاالله مونږ به د ولس نمايندګي کوو.

د نوازشريف سره د ملاقات په اړه د پوښتنې په ځواب کې د جے يو آئي ف مشر وويل تر اوسه يې له نواز شريف سره نه دي ليدلي، وفد د شپې راغلى چې پکې د مسلم ليګ ن، پيپلز پارټۍ، بلوچستان عوامي پارټۍ او آئي جي پي نمائندګان شامل وو او ورسره ښې خبرې اترې شوي دي د دوی سره، موږ د دوی سره ډیر مخلص یو.

فضل الرحمان وويل جے يو آئي به په دغه پارليمنټ کې برخه نۀ اخلي چې نتيجه يې دخلکو په لاس کې نۀ وي.

Leave a reply