نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د ورک بلوڅانو په مقدمه کې په اسلام اباد هائي کورټ کې حاضر شو

0
104

باغی ټي وي رپورټ
نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د ورک بلوڅانو په مقدمه کې په اسلام اباد هائي کورټ کې حاضر شو.

د اسلام اباد هائي کورټ نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ او د اسلام آباد هائي کورټ جسټس محسن اختر کياني بلوڅ د ورک شوي طالبعلمانو د واپسئ په اړه د کيس اوريدنه کوي۔

اټارني جنرل منصور عثمان اعوان روسټرم ته راغلى اؤ عدالت ته يې وويل چې وزيراعظم انوارالحق کاکړ عدالت کې موجود دى.

منصور عثمان اعوان وئيلي دي چې دبې درکه شوي بلوڅ طالب علمانو دنيولو لپاره هڅې روانې دي، ١١ نور لادرکه شوي بلوڅ طالب علمان بيرته ترلاسه شوي، ٩ کسان دسي ټي ډي په توقيف کې دي، څلور لا هم لادرکه دي.

اټارني جنرل منصور عثمان اعوان وويل چې دوه کسان په افغانستان کې دي چې په دې اړه جسټس محسن اختر کياني وويل کومو کسانو چې قانوني عمل پرې کړى د دې محکمې له واکه وتلي دي، که ددوي په ضد مقدمې وي نو اړونده عدالتونو ته به يې ګوري.

ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ تر دې وړاندي هم نگران وزيراعظم ته طلب کړي وو ولي وزيراعظم عدالت ته نه وو حاضر شوے چي له وجي عدالت يو ځل بيا انوارالحق کاکړ ته د احضارولو نوټس جاري کړې وو.

Leave a reply