فرانسه: دریو ورځو کې د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ بشپړوو

0
256

فرانسه: دریو ورځو کې د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ بشپړوو

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې که امریکا له افغانستان څخه تر ټاکلې نېټې پورې د خپلو ځواکونو ایستلو لرۍ پای ته ورسوي نو دوی هم چمتو دي.

 

(2021 / 8  / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي ویلي چې که چېرته امریکا له افغانستان څخه تر ټاکلې نېټې پورې د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پای ته ورسوي دوی چمتو دي چې تر راتلونکو دریو ورځو پورې له دغه هېواد څخه خپل ټول ځواکونه وباسي. اویست فرانس ورځپاڼې د نیکولاس روش له خولې ویلي چې دوی نه غواړي تر ډېره په افغانستان کې پاتې شي خو دغه چاره تر ډېره د امریکا په ماموریت پورې تړلې ده، ځکه که هغوی د خپلو ځواکونو د وتلو نېټه تمدیدوي نو دوی به هم په ارامي د تخلیې چارې پر مخ یوسي. د ویلو ده چې تر بریتانیا وروسته د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم د تخلیې بهیر د بشپړولو لپاره له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو د نیټې د تمدید خبره کړې وه.

Leave a reply