د یمن په ۸ ځایونو کې د امریکا او بریتانیا له خوا د حوثیانو ۱۸ مرکزونو باندې بریدونه کړي دي

0
62

باغی ټي وي رپورټ
د یمن په ۸ ځایونو کې د امریکا او بریتانیا له خوا د حوثیانو ۱۸ مرکزونو باندې بریدونه کړي دي.

ایران پر یمن د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د امریکا او بریتانیا بریدونه د یمن له ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت څخه سرغړونه وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني ویلي، امریکا او برتانیې یو ځل بیا ثابته کړه، چې دوی د اسراییلو ملاتړي دي، چې جنګي جنایتونه او نسل وژنې کوي.

هغه وویل امریکا او انګلستان د نړیوالې سولې او امنیت په نسبت د غاصب جنایتکار دولت امنیت او ناروا ګټو ته ډیر اهمیت ورکوی .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، امریکا او بریتانیا د دې پر ځای چې د غزې د جګړې د بندولو پر ځای پر اسرائیلو فشار راوړي، پر دغه هېواد برید کوي چې د غزې جګړې بندې کړي.

Leave a reply