د پاکستان تحریک انصاف لخوا د مارچ په درېیمه نېټه د انټرا پارټي انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو مهلت ختم شو.
![](https://pashto.baaghitv.com/wp-content/uploads/2024/02/Gauhar-barister.webp)
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف لخوا د مارچ په درېیمه نېټه د انټرا پارټي انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو مهلت ختم شو.
د انټرپارټي انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو آخري نېټه نن ماسپښين درې بجې ټاکلې شوې ده.
د اعلامیې له مخې د چیئرمېن لپاره امیدوار بیرسټر ګوهر علی او د مرکزی سیکرټری لپاره امیدوار عمر ایوب په مشرۍ پنځلس کسیز پینل د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړی دی.
له سنده اشرف قريشي، بلوچستان څخه محمد اسلم او د خيبر پښتونخوا نه نويد انجم د چيئرمېن څوکۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي۔
د پنجاب صوبايي تنظيم لپاره د ډاکټر ياسمين راشد، محمد خان مدني او اسد حنيف کاغذونه جمع کړل شوي دي.
د وياند له مخې د سندهـ د تنظيم لپاره د حليم عادل شيخ په ګډون د دوو پینلو د نامزدګۍ کاغذونه ترلاسه شوي دي.
د اعلامیې له مخې له بلوچستان څخه د منیر بلوڅ په ګډون ۵ نورو کسانو هم له خپلو پینلونو سره کاغذونه جمع کړي دي.