د وزيراعلي ټاکلو لپاره به نن د سندهـ اسمبلۍ غونډه کېږي

0
100

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعلي ټاکلو لپاره به نن د سندهـ اسمبلۍ غونډه کېږي.

پاکستان پيپلز پارټۍ او ايم کيو ايم پاکستان نن د سنده اسمبلۍ په انتخاباتو کښې د سنده اسمبلۍ سيکرټري ته د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي۔

د پيپلز پارټۍ اميدوار مراد علي شاه د نامزدګۍ کاغذونه د پيپلز پارټۍ مشرانو غلام قادر چانډيو او نعيم کھرل او نورو جمع کړي وو او د ايم کيو ايم پاکستان اميدوار علي شوري پخپله د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي وو۔

د سندهـ وزيراعلي لپاره به نن انتخابات کېږي. د سندهـ اسمبلۍ غونډې نه وروستو نامزد وزيراعلي مراد علي شاه هم د تحريک انصاف ملاتړي غړو سره رابطه کړې ده چې وزيراعلي ته ووټ ورکړي۔

نن د سنده اسمبلۍ اجلاس کښې اويس شاه او انتوني نويد د پيپلز پارټۍ د ډپټي سپيکر په توګه وټاکل شول.

Leave a reply