په نوې ملي شورا کې د ځوانانو شمیر تر ۴ سلنه کم دی

0
76

باغی ټي وي رپورټ
د جیو الیکشن سیل د څیړنو په ترڅ کې د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په نوې ملي شورا کې د ځوانانو شمیر تر ۴ سلنه کم دی.

د جیو الیکشن سیل په څېړنه کې په زړه پورې معلومات په ډاګه شوي، چې د نويو معلوماتو له مخې د ملي شورا د منځني عمر غړي تر ۵۲ سلنه ډېر او د ځوانانو شمېر تر ۴ سلنې کم دی.

د معلوماتو له مخې، له ۲۶۵ نویو ټاکل شویو غړو څخه یوازې ۱۰ یې د ۲۶ او ۳۵ کلونو ترمنځ ځوانان دي، په داسې حال کې چې ۹۳ غړي یې د ۴۶ او ۵۵ کلونو ترمنځ دي.
د معلوماتو له مخې دغه راز ۴۶ نوي ټاکل شوي غړي له ۳۶ تر ۴۵ کلونو او ۵۶ غړي یې له ۵۶ څخه تر ۶۵ کلونو او ۴۷ نوي ټاکل شوي غړي یې له ۶۶ تر ۷۵ کلونو عمرونه لري.

معلومات ښيي چې د ملي شورا ۱۳ نویو ټاکل شویو غړو د ژوند ۷۵ کاله لیدلي دي.

Leave a reply