د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف وئيلي دي چې ځوان نسل دې خپل ځانونه له بد اخلاقۍ او له کنځلو څخه لرې وساتي

0
79

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف وئيلي دي چې ځوان نسل دې خپل ځانونه له بد اخلاقۍ او له کنځلو څخه لرې وساتي.

د شريف ميډيکل کالج د کانووکيشن په مهال خپل خطاب کښې نوازشريف وئيلي دي هغه طالبعلمانو ته مبارکي ورکوم کوم چې کاميابي ترلاسه کړې ده، د هغوي والدينو او استاذانو، والدينو خپل ضرورتونه او خواهشات يو طرفه ساتلي او خپل تعليم مکمل کړے دے ځکه چې د سل فيصده ميرټ پاليسي ده۔ په دې کالج کې د وړتیا سپارښتنه نه کیږي.

پخواني لومړي وزير وويل زه غواړم چې له خپلې وينا څخه يو فکر او اندېښنه لرې کړم، هغه څوک چې له برياليتوب څخه زيات له ناکامۍ ډاريږي هغه هيڅکله بريالي نه شي.
نوازشريف محصلينو ته نصيحت وکړ او ويې ويل چې بريالي شوي زده کوونکي بايد ميدان ته راووځي او په پوره جذبه او شعور سره کار وکړي، په ټولنه کې د اتحاد، اصلاح او فلاح لپاره دې سخت کار وکړي، له بدو خبرو او بد اخلاقۍ دې ډډه وکړي.

غونډې ته په وينا کې شهباز شريف وويل چې نن طالب علمانو برياليتوب ترلاسه کړى دى، دا د دوى د شپې او ورځې د محنت نتيجه ده، د زده کوونکو بريا د استادانو د زيار او د والدينو د دعاګانو نتيجه ده. دا ډاکټران به اوس عملی ډګر ته ځي چې د دردیدلی انسانیت خدمت وکړی.

Leave a reply