د پيپلز پارټۍ مشر او د سندهـ صوبې نامزد وزيراعلي مراد علي شاه وايي نن به د صوبايي اسمبلۍ حلف اخلي او خلک به احتجاج ته دوام ورکوي

باغی ټي وي رپورټ

د پيپلز پارټۍ مشر او د سندهـ صوبې نامزد وزيراعلي مراد علي شاه وايي نن به د صوبايي اسمبلۍ حلف اخلي او خلک به احتجاج ته دوام ورکوي.

د سندهـ اسمبلۍ ته د رسيدو په مهال ميډيا سره خبرو په مهال پخواني وزيراعلي مراد علي شاه وويل ما وړاندې هم ويلي وو چې څومره سيټونه به ترلاسه کړو، مونږ د توقع نه زياتې څوکۍ ترلاسه کړې دي.

مراد علي شاه وويل په پاکستان کې ډېرې ستونزې دي، په ګډه به يې حل کوو، نن به حلف اخلو، خلک به احتجاج ته دوام ورکوي.

ياده دې وي چې د سندهـ اسمبلۍ غونډه نن د پخواني سپيکر آغا سراج دراني په مشرۍ کې کېږي چې پکې به نوي منتخب شوي غړي حلف اخلي.
بل لوري ته جی ډي اے، جماعت اسلامي او تحریک انصاف هم د سندهـ اسمبلۍ د محاصرې اعلان کړی دی چې له امله یې د امنیت سخت انتظامات کړی شوي او اسمبلۍ ته غځیدلې ټولې لارې د تالاشۍ په کولو سره بندې کړی شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载