د مالیې وزارت د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) سره د پور د نوي پروګرام لپاره مهم هدفونه ټاکلي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د مالیې وزارت د پیسو له نړیوال صندوق (IMF) سره د پور د نوي پروګرام لپاره مهم هدفونه ټاکلي دي.
د مالیې وزارت سرچینې وايي، له پیسو نړیوال صندوق سره نوی پروګرام به ۶ میلیارده ډالره وي او موده به یې ۳ کاله وي.د ذرائعو ترمخه ايف بي آر به په دريو کالو کښې جي ډي پي ته ټيکس 15 فيصده ته زياتولو هدف لري، مرکزي بينک به د خارجي اسعارو ذخائر د دريو مياشتو امپورټ بل سره برابر ساتلو او د کرنټ اکاؤنټ خساره کمولو او سرپلس پرائمري بيلنس برقرار ساتلو هدف لري۔
سرچينې وائي په راتلونکې بجټ کې به د سبسډي ټاکل هم د قرضې د نوي پروگرام د شرطونو مطابق وي او د راتلونکي کال بجټ به د آئي ايم ايف د شرطونو مطابق جوړيږي، نگران حکومت د اقتصادي راهدارۍ نقشه جوړه کړې ده. نوی حکومت او د پور پروګرام لپاره کار کوي د اوسني پور پروګرام په پای ته رسیدو سره به د نړیوال وجهي صندوق سره د پور نوی تړون لاسلیک شي.