د پي ټي آئي باني عمران خان او د هغه ميرمن بشرا بي بي د عدت نکاح مقدمې د فيصلې خلاف سيشن عدالت ته رجوع کړې ده۔

باغی ټی وي رپورټ
د پي ټي آئي باني عمران خان او د هغه ميرمن بشرا بي بي د عدت نکاح مقدمې د فيصلې خلاف سيشن عدالت ته رجوع کړې ده۔

بشری بي بي د خپلو وکيلانو عثمان ګيل، خالد يوسف او سلمان صفدر په ذريعه د اسلام اباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کې اپيل دائر کړی چې پکې ويل شوي چې د فبرورۍ په دوهمه د سول جج قدرت الله لخوا ورکړل شوې فيصله د حقايقو خلاف ده.

درخواست کې دغه راز وئيل شوي دي چې دبشري بي بي په ضد دجنورۍ په 16مه نيټه لگول شوې فرد جرم هم غيرقانوني دى، عدالتي درخواست پرته له کوم دليل څخه مسترد کړى شو، سول عدالت مقدمه په سمه توگه نۀ ده ترسره کړې، دبشري بي بي دخارجه کولو درخواست دى .
د بشری بي بي لخوا جمع کړې شوې درخواست کې دا هم ویل شوي چې شکایت کوونکې خاورمانیکا ۶ کاله وروسته شکایت درج کړی، تر دې وړاندې هم ورته درخواست د بل شکایت کوونکي لخوا هم دائر شوی و، عدالتي محکمې د طلاق په اړه د قوانینو خلاف ورزي، د شریعت خلاف ورزي، بیانونه ورکړي. د شکایت کوونکي خواورمانیکا او شاهدانو بدلون دوام درلود.

درخواست کې غوښتنه شوې چې د مقدمې د محکمې پرېکړه دې باطله اعلان شي او بشرا بي بي کوکس دې برطرفه کړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载