پاکستان د هند په توقیف کې د کشمیر د ازادۍ مبارز یاسین ملک مېرمنې مشال ملک ته شین پاسپورټ جاري کړې دې

0
72

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د هند په توقیف کې د کشمیر د ازادۍ مبارز یاسین ملک مېرمنې مشال ملک ته شین پاسپورټ جاري کړې دې.

د سېنېټ د خارجه چارو لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه د سېنېټر فاروق اېچ نائك په مشرۍ كښې وشوه چې په دې موقع سناتور فاروق د خارجه چارو افسرانو او د كمېټۍ غړو مننه وكړه او وې ويل دا د كمېټۍ وروستۍ غونډه ده۔
په غونډه كښې د خارجه سېكتر سائرس سجاد قاضي په مقبوضه جمو او كشمير كښې د هندي ظلمونو نه خبر كړو او وې ويل چې د كشميري مشر ياسين ملك مېرمنې مشال ملك ته پاكستاني پاسپورټ جاري كړے شوے۔

خارجه سیکرټري دا هم اوویل چې افغانستان دا ځل د دوحې په فورم کښې برخه نه ده اخستې , زیاته ی کړه چې که افغانستان کښې امن وي نو پاکستان کښې به هم امن وي.
خارجه سيکرټري دا هم وئيلي دي چې مونږ د ډي جي ايم او په ذريعه افغانستان سره د ترهه ګرۍ په اړه خبرې کوو، ملا شيرين او د هغه ډي جي ايم او د افغانستان استازي دي، افغانستان ته مو ویلی چې که کومه د ترګرۍ پیښه وشی نو یوه غندنه ی باید وشی، وی ویل چې تر پنځه لاکه افغان کډوالو افغانستان ته واپسي مکمل شوې ده۔

Leave a reply