د هند په هریانا ایالت کې د بزګرانو له لوري احتجاج پر مهال د پولیسو په ډزو کې یو ۲۱ کلن بزګر وژل شوی دی.

باغی ټي وي رپورټ
د هند په هریانا ایالت کې د بزګرانو له لوري احتجاج پر مهال د پولیسو په ډزو کې یو ۲۱ کلن بزګر وژل شوی دی.

د كشمير ميډيا سروس له مخې پوليسو د هندي پنجاب په خانوري پوله كښې په مظاهره كوونكو كروندګرو د اوښكې بهوونكو ګازو او ګوليو ډزې وكړې چې په نتيجه كښې ئې ځوان كروندګر شوباكرن سنګهـ مړ او 25 نور ژوبل شول۔

بل خوا هندي چارواکو تایید کړې، چې پرون له پولیسو سره په نښته کې یو ۲۱ کلن بزګر په سر کې د مرمۍ د لګېدو له امله مړ شوی او په دې نښتو کې ۱۲ پولیس ټپیان شوي، چې وروسته د ډیلي چلو مارچ پیل شو. د 2 ورځو لپاره وځنډول شو.
د هندي رسنیو له مخې، بزګرانو د هریانا پولې ته څېرمه خپل احتجاج ته د دوام ورکولو اعلان کړی، چې له امله یې د امنیتي اندېښنو په پام کې نیولو سره د هریانا په ۷ ولسوالیو کې د موبایل انټرنیټ خدمات ځنډول شوي دي.

د کروندګرو ډلو د دولت پر پولیس او مرکزي حکومت باندې د بزګر د وژلو پړه اچولې ده.

بايد يادونه وشي، چې په هند کې کروندګر د خپلو حاصلاتو د لږ تر لږه امدادي بيې د تضمين لپاره د قانون غوښتنه کوي، چې پر وړاندې يې کروندګر لاريونونه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载