په پنجاب کې د ګورنر د څوکۍ لپاره احتمالي نومونه مخې ته راغلي دي

0
101

باغی ټي وي رپورټ
په پنجاب کې د ګورنر د څوکۍ لپاره احتمالي نومونه مخې ته راغلي دي.

دسرچينو ترمخه دپنجاب دگورنر څوکۍ لپاره دمخدوم احمد محمود، قمر زمان کائره اؤ نديم افضل چن په نومونو غور کيږي.

سرچينې وائي چې مخدوم احمد محمود به دپارټۍ دمشرتابه لمړۍ ترجيح وي اؤ هغه به مسلم ليګ (ن) ته هم دمنلو وړ وي.
ياده دې وي چې د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ تر منځ په وفاق او صوبو کې د حکومت جوړولو په اړه معاملې شوې دي چې له مخې به يې شهباز شريف وزيراعظم وي او اصف زرداري به د صدر لپاره ګډ کانديد وي.

د ذرائعو ترمخه د سينيټ چيئرمېن به د پيپلز پارټۍ او ډپټي چيئرمېن به د (ن) ليګ وي، د قومي اسمبلۍ سپيکر به (ن) ليګ او ډپټي سپيکر به د پيپلز پارټۍ وي.

سرچينې وائي دبلوچستان وزيراعلي به دپيپلز پارټۍ وي، (ن) ليگ اؤ پيپلز پارټي به په گډه حکومت جوړوي.سرچينې وائي د سنده اؤ بلوچستان (ن) ليگ اؤ دپنجاب گورنر به دپيپلز پارټۍ سره تعلق لري اؤ پيپلز پارټۍ به دپنجاب په صوبايي کابينه کې شامل نۀ وي.

ایم کیو ایم کامران ټیسوري د ګورنر په توګه ساتل غواړي
بل خوا ایم کیو ایم د سندهـ لپاره د ګورنرشپ او وزارتونو غوښتنې هم کړې دي، په داسې حال کې چې ایم کیو ایم د کامران تیسوري د والي په توګه د ساتلو غوښتنه کوي.

Leave a reply