د پي ټي آیی ګوند پلوي ۸۲ آزاد امیدواران په سني اتحاد کونسل ګوند کښې شامل شوي دي

0
69

باغی ټي وي رپورټ
په قومي او صوبايي اسمبلۍ څوکو د سني اتحاد کونسل سره د پي ټي ائي ملاتړي آزاد ايم اين ايز د شموليت لړۍ دوام لري، د پي ټي آئي په ملاتړ 82 نوي منتخب شوي آزاد ايم اين ايز خپل حلف نامې جمع کړې دي۔
دسرچينو ترمخه تيره ورځ دپي ټي ائي په ملاتړ دقومي اسمبلۍ ٣٢ نورو غړو هم دسني اتحاد کونسل کې دګډون لپاره خپل حلف نامې اليکشن کميشن ته جمع کړې دي.

سرچينې وايي چې د سندهـ اسمبلۍ څوکۍ ګټلو لپاره د پي ټي ايي ملاتړي ٩ خپلواکو غړو هم د سني اتحاد شورا کې د شاملېدو لپاره خپل حلفې جمع کړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ټاکنو کمېسيون ته د سني اتحاد شورا له لوري د ٨٢ خپلواکو کانديدانو نوملړ سپارل شوى، چې په برياليتوب سره ملي شورا ته بريالى شوى دى.
دسرچينو ترمخه د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده حامد رضا په مشرۍ کې د ازادو کانديدانو نوملړ او په پارټۍ کې د شامليدو په اړه د هغوي حلفې اليکشن کميشن ته سپارلي دي.

Leave a reply