حکومت جوړولو په مسله د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ ترمينځه مثبت پرمختګ شوې دې او پيپلز پارټي په وفاقي کابينه کښې شاملولو رضا شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
حکومت جوړولو په مسله د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ ترمينځه مثبت پرمختګ شوې دې او پيپلز پارټي په وفاقي کابينه کښې شاملولو رضا شوې ده۔

دسرچينو ترمخه مسلم ليګ ن اؤ پيپلز پارټۍ هيواد داقتصادي اؤ سياسي بحران څخه راويستلو فيصله کړې ده.

سرچينې وائي چې پيپلز پارټۍ په وفاقي کابينه کې دګډون پخلى کړى دى، دپيپلز ګوند اؤ مسلم ليگ(ن) ترمينځ دحکومت جوړولو خبرې اخري پړاو ته رسيدلي دي.

سرچينې وائي دصدر اؤ دقومي اسمبلۍ سپيکر چوکۍ به پيپلز پارټۍ ته ورکول کيږي اؤ دسينيټ چيئرمېن اؤ دڅلورو گورنرانو په اړه به وروسته فيصله کيږي.

دسرچينو له مخې په بلوچستان کې به پيپلز پارټۍ او مسلم ليگ ن يو حکومت جوړوي چې پکې به وزيراعظم د پيپلز پارټۍ وي. په پنجاب کې به پيپلز ګوند هم په کابينه کې برخه اخلي، پيپلز ګوند ته په پنجاب کې دوه يا درې وزارتونه ورکول کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram电脑版