په هند کې د وحشت یوه بله لویه او بده پېښه شوې ده چې لیدونکي او اوریدونکي یې حیران کړي دي.

باغي ټي وي رپورټ
په هند کې د وحشت یوه بله لویه او بده پېښه شوې ده چې لیدونکي او اوریدونکي یې حیران کړي دي.
د هندي رسنیو له مخې د هند په بارابنکي کې یوه زړه بوږنونکې پېښه رامنځ ته شوې چې پکې د بسارا کلي اوسېدونکی انیل کمار د کفر په شک له خپلې مېرمنې وندنا سر پرې کړ.
د هند د پولیسو په وینا، انیل له خپلې مېرمنې وندنا سره شخړه درلوده، چې په ترڅ کې یې انیل په غوسه کې د خپلې مېرمنې سر په تیره چاقو پرې کړو.
نه یوازې دا، د دې غمجنې پیښې وروسته، انیل په یو لاس کې د خپلې میرمنې ټوټه شوې سر او په بل کې تیز چاقو سره د سړک په اوږدو کې روان و.
وروسته ځايي خلکو پوليسو ته خبر ورکړ چې وروسته انيل ونيول شو او انيل په دې اړه پلټنې روانې دي.
https://www.instagram.com/p/C3ZtVqNLZYm/?utm_source=ig_embed&ig_rid=81d535f1-9a97-42c5-aeb2-efdd8a1f7744






