د اسراييلو لومړي وزير نتنياهو وايي، تر هغو به په غزه کې جګړې ته دوام ورکړي تر څو چې ټول اهداف نه وي تر لاسه شوي

0
83

باغی ټي وي رپورټ
د اسراييلو لومړي وزير نتنياهو وايي، تر هغو به په غزه کې جګړې ته دوام ورکړي تر څو چې ټول اهداف نه وي تر لاسه شوي.

د بهرنۍ خبري ادارې د خبر له مخې له ۱۳۰ ورځو راهیسې د اسرائیلي تیري له امله د ۳۰ زره فلسطینیانو په ګډون ګڼ شمیر علماو او ساینس پوهانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خو له دې ټولو سره سره د اسراييلو لومړي وزير پر خپل دريځ ټينګار وکړ او ويې ويل چې له فلسطين سره د هوکړې لپاره هېڅ ډول مخکني شرط نه مني او په غزه کې به د ټولو اهدافو تر ترلاسه کولو پورې جګړې ته دوام ورکړي.

هغه وویل چې د اکټوبر د اوومې له حملې وروسته داسې دولت څنګه په رسمیت پیژندل کیدای شي؟ د اوربند خبرې تر هغه وخته نه شي پرمخ تللای تر څو چې د حماس غوښتنې بدلې نه شي.

له بلې خوا حماس په غزه کې د مرستو تر برابرولو پورې له اسرایلو سره هر ډول خبرې په کلکه رد کړې دي.

له بلې خوا د لبنان په جنوبي سیمو کې پر ملکي وګړو د اسرائیلو بریدونه شوي دي، په دې لړ کې د حزب الله مشر حسن نصرالله وايي چې اسرائیل به اوس زمونږ د وګړو د وینې تویولو قیمت ادا کړي.

Leave a reply