مسلم ليګ ن د بلوچستان د وزيراعلي لپاره د خپل کانديد د راوستو پرېکړه کړې ده

باغي ټي وي رپورټ
مسلم ليګ ن د بلوچستان د وزيراعلي لپاره د خپل کانديد د راوستو پرېکړه کړې ده.
د مسلم ليګ (ن) بلوچستان د پارليماني ډلې غونډه شوې چې پکې د ازادو غړو او نورو ګوندونو سره د خبرو لپاره يوه کمېټۍ جوړه شوې ده.
د دې تر څنګ په غونډه کې مسلم ليګ ن د بلوچستان د وزيراعلي لپاره د خپل کانديد د راوستو پرېکړه هم وکړه.
بل خوا پخوانی ولسمشر اصف زرداري وايي، په بلوچستان کې به نوی وزیراعلا په هر حالت کې د پيپلز ګوند جیالا وي.
پيپلز پارټۍ په بلوچستان صوبه کښې د حکومت جوړولو لپاره د اسمبلۍ نوو منتخبو غړو سره هم مشاورتي غونډه کړې ده چې پکښې د حکومت جوړولو په مختلفو آپشنونو غور اوکړے شوے دے۔
په دې غونډه کې د بلوچستان نوي ټاکل شوي وکيلان او لوړ پوړو مشرانو برخه اخيستې وه او په ورته وخت کې د بلوچستان پيپلز پارټۍ مشر اصف زرداري ته واک ورکړ چې د ايتلافي حکومت جوړولو لپاره خبرې اترې وکړي.





