پیښور کښې د کور نه ۶۰ توله سره زر غلا شول

0
258

باغي ټي وي رپورټ
د پیښور فقیر آباد په سیمه کښې د زریاب کالونۍ نه دوه زنانه د یو کور نه ۶۰ توله سره زر له ځانه سره وړي دي. په مشرق ویب پانړه چا پ د رپورټ مطابق اخري معلوماتو ترمخه د پيښي ایف آئي آر نه دې درج شوې.

د فقیر آباد پولیسو بیان او دريځ خپل کړى چې په کور کښې موجود زنانه دپيسو دوه چنده کولو لپاره خپل سره زر دې زنانه ته سپارلي خو د کور د زنانه په غوښتنه يې پلټنې پيل کړې دي. د فقیر آباد پولیس وینا ده چی د زریاب کالونی اوسیدونکی ورته درخواست کړی وو چی دوه نامعلومه زنانه د ده کور ته راغلی وې او د کور نه ی ۶۰ توله سره زر غلا کړی دي او په مخه تښتیدلي دی.
کله چې د فقیرآباد پولیس سره اړیکه ونیول شوه نو دوی ورته وویل چې د کور ښځو په دې شرط دې زنانه ته سره زر ورکړل چې ددې سروزرو په بدل به دوه چنده روپې ورکوي، وروسته د کور زنانه دې ښځو ته ۶۰ تولې سره زروسپارل او د کور زنانه دا ښځې بهر په رکشه کښې هم کیښنولې، خو بیا روستو دا ښځې غایبې شوې.
پوليس وائي چي په دې کیس کښې ی د کور یوه بله نوکره هم شامله کړې دې او دې نه هم پلټنې روانې دي ،بل طرف ته تر آخري رپورټ پوري مقدمه نه ده درج کړې شوې خو بیا هم پوليسو د سرو زرو تښتونکې ښځو د نيولو لپاره د نزدي سي سي ټي وي کيمرو فوټيج باندي هم کار هم شروع کړې دې چې د سروزرو تښتونکې ښځې اوپیژندل شي او ونیول شي.

Leave a reply