غواړو چې د پاکستان اوچین ترمینځ دوستي نوره هم پیاوړې شي: امجد عزیز
نصیب شاه شینواري
چین د پاکستان یو ډیر زوړ او پوخ دوست دې، که یو اړخ ته چین زمونږ ګاونډي هیواد دې خو بل اړخ ته چین زمونږ یو ډیر باوري او پخوانۍ دوست دي او ټول پاکستانۍ اولس د پاکستان او چین د دوستۍ له پیاړتیا لپاره دعاګانې کوي.
دا خبرې امجدعزیز په پیښور کښې د چین ثقافتي او کلتوري مرکز کښې پښتو باغي ټیلیویژن سره په یوه ځانګړې مرکه کښې وکړي.
امجد عزیر د خیبرپښتونخوا یو وتلې خبریال او سپورټس جرنلسټ هم دې او د پیښور څخه د اردو ورځپانړې کسهوټي چیف ایډیټر هم دې.
نوموړي اوویل چې د خیبر پښتونخوا په سرښار پیښور کښې د چاینا وینډو مرکز جوړولو بنیادي مقصد دا دې چې د پاکستان او چین ترمینځ د ډیرو کالو راهسې د دوستۍ په نوره پیاوړتیا کښې د خیبر پښتونخوا اولس هم خپل رول ولوبوي او نن تاسو ګورې چې مونږ د چین یو بشپړه داسې انځور دلته د چاینا وینډو په شکل کښې جوړ کړې چې د چین ټول کلتور تاسو ته په یو ودانۍ کښې ښکاري او خوند ترې اخلې.
نوموړې اوویل چې تراوسه پورې دلته تر دو لکو پورې خلق راغلي دي او د چاینا وینډو سیل څخه ی خوند اخستې ، زمونږ کار ی ستایلې دې او په دې مونږ ویاړ کوو چې د پاکستان او چین دوستۍ په پیاوړتیا کښې مو له خیبر پښتونخوا څخه هم خپل فعال رول ولوبول.
نوموړي زیاته کړه چې پیښور کښې داسې کوم مرکز نه وو چې د چین کلتور اولس ته ور اوښایی او وس چې کومې ورځ څخه دا مرکز جوړ شوې دې نو دلته ډیرې دستورې کیږي، د ښوونځیو ، د کالجونو او د پوهنتونونو زده کوونکي راځي او د چاینا وینډو کتلو سره ورته د پاکستان او چین دوستي په عملي شکل کښې ښکاره کیږي.
نوموړي اوویل چې په دې کلتوري مرکز کښې مونږ د چین قامي ورځ نمانځو او چې د کوم کال څخه د پاکستان او چین دوستي پیل شوه ،هر کال مونږ په ۲۱ د میی د پاکستان او چین د دوستۍ ورځ هم نمانځو، زیاته ی کړه چې دلته مونږ د پاکستان قامي ورځې هم نمانځو چې پکښې ګنړ شمیر خلق برخه اخلي .
نوموړي زیاته کړه چې دې مرکز ته د ټول پاکستان څخه ، د بهر هیوادونو څخه یو شمیر کسان او پلاوي راغلي دي او د پاکستان او چین ترمینځ د دوستۍ دې مرکز ی ستاینه کړې ده، دا ی هم اوویل چې مونږ په دې فخر کوو چې مونږ په دې کار کښې کامیاب شوي وو چې د پاکستان او چین د دوستۍ او قوي اړیکو دا ښایسته انځور ټولې نړې ته ور اوښایو.