په پیښور کښې د موبایل تښتوونکو او پولیس ترمینځ نښته

0
153

باغي ټي وي رپورټ
په حيات آباد کې دپوليسو سره په نښته کې يو غل وژل شوى او بل په تيښته کې بريالى شوى دى. د پیښور پولیسو مطابق
دپوليسو سره دمقابلې وروستو دسيمي د خلقو څخه موبائيل اؤ نور قيمتي سامان تښتولو او اخستلو والا يو تن په زخمې حالت کښې نیولې وو چې وروستو يې ساه ورکړې ده.

په رسنیو کښې چاپ شوي د رپورټ مطابق نيولي شوي ملزم د پي ډي اے ودانۍ سره نزدې د يو تن نه موبائيل فون تښتولو نه پس د بشارت مارکيټ فيز III کښې د يو بل تن نه هم موبائيل پټ کړو او وتښتیدل .
د سرچینو مطابق په دې موقع موجود پولیس موبایل ګاړي کښې موجود پولیس باندې د موبایل تښتوونکي غل ډزو وکړې او په د پولیسو په ځوابي ډزو کښې یو غل زخمی شو او بل اوتښتیدو.
دپوليسو وينا ده چې ملزمانو خپل موټر سائيکلونه نزدې کوڅو کې پريښودل اؤ دپوليسو په ټيم يې ډزې پيل کړې چې وروستو دحيات اباد پوليس هم په دې موقع را ورسیدل او ځوابي ډزو کې يو ملزم په ډزو زخمې شو او بل اوتښتیدو.
د وژل شوي ملزم پيژندګلو د سليم په نوم شوې ده ولې نور ملزمان د موقعې نه په تيښته کښې کامياب شوي دي۔ پوليسو د ملزمانو قبضې نه يو موټر سائيکل او درې غلا شوي موبائيلونه هم لاس ته کړي دی.

Leave a reply