د کور په کور دولتي غړو د لټولو خبرونو کښې صداقت نشته:ذبیح الله مجاهد

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت ویاند او فرهنګي کمیشن مشر ذبیح الله مجاهد په یو بیان کښې ویلي چې دې خبرو کښې هیڅ صداقت نشته چې طالبان دولتي کسان کور په کور لټوي، نوموړی ویلي چې وس وخت راغلې چې افغانان باید دا وطن په خپله جوړ کړي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې په میډیا کښې داسې خبرونه خپاره شوي ووی چې امارت اسلامی کسان په کابل کښې د دولت سره کارکوونکې غړي کور په کور لټوي. مجاهد دا خبرې ټولې رد کړي او وای چې افغانان باید په خپله وس دا وطن جوړ کړي او دې وطن ته راشي، دوی وای چې افغانستان نه دې افغانان بهر نه ځي ځکه دا ملک کاریګرو اوتعلیم یافته خلقو ته ډیره اړتیا لري.






