اسلام آباد هائي کورټ د بلوڅ طالبعلمانو د نه برامد کولو کيس کښې نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ طلب کړې دې

0
106

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ د بلوڅ طالبعلمانو د نه برامد کولو کيس کښې نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ طلب کړې دې۔

د اسلام آباد هائي کورټ جسټس محسن اختر کیاني د بلوچ طالبعلمانو د نه بازیابۍ د مقدمې اورېدنه کړې چې پکښې اسسټنټ اټارني جنرل عدالت ته وړاندې شو.

اسسټنټ اټارني جنرل عثمان غمان عدالت ته وويل چې په 12ؤ کې يو طالب نور روغ شوى دى، اټارني جنرل نن موجود نۀ دى نو ځکه دې اوريدنه وځنډول شي.
په دې اړه جسټس محسن اختر کیاني ریمارکس ورکړو چې په جبري توګه د ورکیدو سزا باید مرګ وي، په دې کې ککړو کسانو ته باید دوه یا څلور د مرګ سزا ورکړل شي.

عدالت ويلي چې نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ دې د دوشنبې په ورځ سهار لس بجې پخپله حاضر شي، هغه دې پخپله حاضر شي او ووايي چې ولې د ده په ضد مقدمه درج نه کړل شي.

محکمې وویل چې دا زما مهربانی دی چې زه دواړه ډیجیز نه را غواړم.

Leave a reply